کابل کې لسګونو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې
روانه اونۍ په کابل کې ۸۴ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې.
دغو کورنیو ته، چې له وړاندې د کابل مهاجرینو چارو ریاست سره په همغږۍ، د همکارو موسسو له لوري پېژندل شوې وې، ۸۶۱ زره او۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه مرستې د مهاجرینو چارو وزارت له هغو هڅو دي، چې د راستنېدونکو د ښه ژوند لپاره یې کوي.