په اسلام اباد کې د افغان مهاجرینو اتشې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له نوي سرپرست سره وکتل
د پاکستان هېواد په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشې د افغانستان د سفیر په ملتیا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له نوي سرپرست ښاغلي اوسکار مانویل سانچز سره د روانې میاشتې پر ۷مه ولیدل.
په دغې لیدنه کې د کډوالو ستونزو، په ځانګړې توګه د کار ظرفیت لوړولو، د راستنېدنې مرکزونو کې د کډوالو پر راڼه او منظم ثبت، شکایتونو اورېدلو، لومړنیو بشري امکاناتو ته لاس رسي، د افغان کډوالو زدهکړیالانو ستونزو او شته خنډونو ته پر وخت رسېدنې بحث وشو.
ښاغلي اوسکا مانویل سانچز د کډوالو د ستونزو حل او د راستنېدنې مرکزونو کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو، له کوربه هېواد سره د افغان زدهکړیالانو موضوع شریکولو او د کډوالو د شکایتونو د ثبت مرکز د جوړولو په اړه د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
په پای کې دواړو لوریو د همکاریو پر پیاوړتیا، په خپله خوښه د راستنېدنې لړۍ اسانولو او د هغوی شکایتونو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ.