فراه کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

sadam_morr
-

د فراه مرکز اړوند چهار باغ کلي کې د نجونو یو ښوونځي چې ۱۶ درسي خونې لري، جوړ او په رسمي توګه د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وسپارل شو.
دغه ښوونځی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د ۳۴۵ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت په دوو پوړونو کې د دارالمعاد ساختماني شرکت له لوري په یو کال کې جوړ شو، چې ۱۶ درسي خونې، ۱۰ عصري تشنابونه، ۲۷۵ متره انګړ، ۱۰۰ متره ژوره څاه، یوه د ساتونکو خونه، ۱۰ متره مکعب د اوبو زېرمه، د ۱۰ کیلوواټو په اندازه د لمریزې برېښنا سیسټم، د لاس مینځلو ځای، یو لوبغالی، شنه ساحه او پلې لاره لري.
دغه ښوونځی د یاد ولایت مقام، د پوهنې، مهاجرینو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد او د کور او ښار جوړولو ریاستونو استازو په شتون کې پوهنې ریاست ته وسپارل شو، تر څو په یاد ولایت کې د نجونو لپاره په هغه سیمه کې د زده‌کړو لا ښه زمینه برابره شي.
د یادولو ده، چې د دغه ښوونځي تر ګټې اخیستنې وروسته به راستنېدونکو او بېځایه شویو ته د زده‌کړو لاښه زمینه برابره شي.