په ۹ ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
_

روانه اونۍ د مهاجرینو وزارت د همکارو موسسو له لوري او دویمو واحدونو سره په همغږۍ کابل، سرپل ننګرهار، لوګر، بلخ، بغلان، فراه، بادغیس او ارزگان ولایتونو کې یو زر ۳۴۱ بېځایه شویو، راستنو شویو او د طبعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو سره د نغدي، خوراکي، خیاطۍ وسایلو، د اغوستلو جامو، روغتیايي کڅوړو، د پخلنځي وسایلو او خیمو مرسته وشوه.
د معلوماتو له مخې، په کابل کې ۴۳ کورنیو سره ۴۶۲ زره ۲۵۰ افغانۍ، ننګرهار کې ۱۳۰ کورنیو سره د خیاطۍ وسایلو، سرپل کې ۱۳ کورنیو د خوراکي توکو، لوګر کې ۳۸ کورنیو سره ۶۳۰ زره ۸۰۰ افغانۍ، د روغتیايي توکو کڅوړو او پخلنځي وسایل، بغلان کې ۴۰۰ کورنیو سره ۶ قلمه  خوارکي توکو، ارزګان کې ۷۰ کورنیو سره یوې یوې خیمې، فراه کې ۹۰ کورنیو سره یو میلیون ۳۹۵ زره افغانۍ، بلخ کې ۳۰۰ کورنیو سره ۶ میلیون ۶۱۵ زره افغانۍ او بادغیس کې ۲۵۷ کورنیو سره یو میلیون ۲۸۵ زره افغانۍ مرسته شوې.
همدارنګه د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په فراه کې ۱۰۳ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او معلولو وګړو سره ۲۰۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.