په خیبر پښتونخوا کې د مهاجرینو اتشې د کډوالو سوداګرو له استازو سره وکتل
په خیبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو اتشې د وري پر ۵ مه د کډوالو سوداګرو له استازو سره وکتل.
د دغې لیدنې موخه د توکو او شتمنیو لېږد، د سوداګرو وضعیت، په جبري توګه راستنېدنې، فرصتونو او ستونزو حل لپاره د مناسبو لارو لټول وو.
دواړو لوریو د توکو د لېږد پر څرنګوالي، د شته ستونزو پر حل او د لازمې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې وکړې.
د مهاجرینو اتشه نیازمحمد عارف هغوی ته د ګمرکي معافیت ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د سوداګرو د توکو لېږد لپاره منظم سیسټم جوړول له مهمو موضوعاتو دي او باید د اړوند مسوولینو په همکارۍ عملي شي.
د یادولو ده، چې دغه لیدنه د افغان کډوالو سوداګرو ستونزو ته د رسېدنې، ملاتړ، د هغوی راستنېدنې پروسې او د شتمنیو د لېږد په اړه شوې وه.