د هېواد په ۵ ولایتونو کې تر ۲ زرو زیاتې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې

anwari_morr

په کابل، بلخ، ننګرهار، جوزجان او سرپل کې له ۲ زره او دوو راستنو شویو، بېځایه شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو او اهل خیر کسانو له لوري، تر اړمن پېژندلو وروسته په کابل کې له ۲۶۹ کورنیو سره ۴ میلونه ۶۱۱ زره او ۷۰ افغانیو، بلخ کې ۶۰ کورنیو سره ۴ ډوله خوراکي توکو او ۱۵۵ زره افغانیو، ننګرهار کې یو زر او ۱۰۰ کورنیو سره ۸ میلیونه ۱۲۰ زره افغانیو، یوې یوې خېمې او ګاز ډبې، جوزجان کې ۵۵۰ کورنیو سره ۵ ډوله خوراکي توکو، سرپل کې ۲۳ کورنیو سره د ۲ بوجۍ غنمو مرستې وشوې.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۵ زره او ۳۳ مستحقو کسانو سره د ۱۴ میلیونه ۵۹۵ زره او ۷۰۰ افغانیو او فراه کې له ۵۶ کم عمره ماشومانو سره ۷۱۲ زره او ۴۳۲ افغانیو مرستې وشوې.