د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغان مهاجرین ازاد او هېواد ته راستانه شول
په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د راپور له مخې، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو، چې تر ازادېدو او په دغه امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.