د هېواد ٥ ولایتونو کې تر ٢ زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
په کابل، بلخ، ننګرهار، میدان وردګو او تخار ولایتونو کې له ٢ زره ٧٦١راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره د نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپور له مخې، د همکارو بنسټونو او ځینو اهل خیر کسانو له لوري په کابل کې ١١٢ کورنیو سره یو میلیون٥٣١ زره ٥٠ افغانیو، ننګرهار کې ٦٤٩ کورنیو سره ٧ میلیونه ١٥٥ زره افغانیو، میدان وردګو کې زرو کورنیو سره ٥ ډوله خوراکي توکو، بلخ کې ٨٠٠ کورنیو سره ٦ ډوله خوراکي توکو او یو قلم د لوښو مینځلو مواد او په تخار کې ٢٠٠ کورنیو سره ٦٠٠زره افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ٧٨٨ کسانو سره د ٢ میلیونه ٢٨٥ زره ٢٠٠ افغانیو او فراه کې ٥٠ تنو کم عمره ماشومانو سره ٦٣٦ زره ١٠٠ افغانیو مرستې وشوې.
اسلامي امارت تل له کډوالو او د ټولنې له زیانمنو وګړو څخه ملاتړو برنامو ته ژمن دی.