د هېواد په ۷ ولایتونو کې نږدې له ۳ زره کورنیو سره مرستې وشوې.
په کابل، لغمان، ننګرهار، لوګر، غزني، بلخ او فراه ولایتونو کې له ۲ زره او ۷۷۲ راستنو شویو، بېځایه شویو، اړمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرستې وشوې.
د یادو ولایتونو د راپورونو له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې له ۶۰۴ کورنیو سره ۴ میلیونه ۱۹۴ زره ۴۱۵ افغانیو او ۱۲ قلمه خوراکې توکو، فراه کې ۱۷۷ کورنیو سره ۹۶ زره افغانی او ۴۳۲ کیلو ګاز، لغمان کې ۲۳۲ کورنیو سره د ژمنيو جامو، خېمو او کمپلو، ننګرهار کې یو زر او۵۲ کورنیو سره ۶ قلمه خوراکي توکو او۵۲۰ زره افغانیو، لوګر کې ۳۸۱ کورنیو سره ۵ قلمه خوراکي توکو، غزني کې ۱۵۶ کورنیو سره یو میلیون ۹۸۲ زره افغانیو، بلخ کې ۱۷۰ کورنیو سره ۲۵۰ زره افغانیو او دوه بوجۍ د ډبرو سکرو
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري د کابل په بېلابېلو ناحیو کې له یو زر او ۹۰۹ اړمنو پېژندل شویو کسانو سره ۵۳۶ زره او ۱۰۰ افغانیو مرستې وشوې.