د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کندز د کلباد ولسوالۍ له څو تنو علماوو او مخورو سره وکتل
د کندز له کلباد څخه راغلیو قومي مخورو او علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او لیدنو څخه په خوښۍ وویل، چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس ناستې د حکومت او خلکو تر منځ د ښو اړیکو سبب شوې دي.
راغلیو علماوو او مخورو د کندز په کلباد ولسوالۍ کې د ځینو موضوع ګانو په اړه د وړاندیزونو شریکولو پر مهال له اسلامي امارت څخه په یاده ولسوالۍ کې د ځینو پراختیايي چارو د پیل غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو قومي مخورو او علماوو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت خپلې چارې د شریعت په رڼا کې پر مخ وړي، له توپـــیر پرته د هر افغان د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او اسلامي نظام د ټولو ګډ کور دی.
محترم وزیر د کلباد ولسوالۍ د ولس د وړانديزونو پر حل ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره به همغږي وکړي څو د ولس ستونزې حل او مناسب خدمات ورته چمتو شي.
