په ۱۱ ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

روانه اونۍ په کابل، لوګر، ننګرهار، سمنګان، سرپل، ارزګان، بغلان، غور، فراه، غزني، میدان وردګ ولایتونو کې له یو زر۳۴۵ بېځایه شویو، راستنو شویو، اړمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یادو ولایتونو د راپورونو له مخې، د مهاجرینو چارو وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په کابل کې له ۹۱ کورنیو سره یو میلیون ۲۲۹ زره ۳۵۰ افغانۍ، سمنګان کې له ۳ کورنیو سره ۹۲ زره ۷۹۰ افغاني، ننګرهار کې ۶۰۸ کورنیو سره ۸ میلیونه ۷۷۵ زره ۳۲۰ افغاني، سرپل کې ۲۷ کورنیو سره ۱۴۵ زره ۲۰۰ افغاني، فراه کې ۱۴۰ کورنیو سره ۲ میلیونه ۵۳۰ زره ۲۰۰ افغانۍ، ارزګان کې ۱۶۹ کورنیو سره ۶۳۵ زره ۴۴۰ افغانۍ، غور کې له ۱۶ کورنیو سره ۴۹۴ زره ۸۸۰ افغانۍ، غزني کې ۷۶ کورنیو سره یو میلیون ۳ زره ۲۰۰ افغانۍ، لوګر کې ۱۰۲ کورنیو سره ۵ قلمه خوارکي توکو او د روغتیايي کڅوړو، بغلان کې ۷۰ کورنیو سره ۹ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو او په میدان وردګو کې له ۴۳ کورنیو سره ۸۶۹ زره افغانۍ مرستې وشوې.
همدرانګه د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۵ زره ۴۷ اړمنو کسانو سره ۱۴ میلیونه ۶۳۶ زره ۳۰۰ افغانۍ او د ماشومانو لپاره د غذايي توکو کڅوړې، سمنګان، بغلان او بدخشان کې ۶۷ تنو ته ۳۱ قلمه د خیاطۍ وسایل او جوزجان کې ۴۲ کسانو ته ۲۰ قلمه د قالینو جوړولو وسایل مرستې وشوې.