د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د اورګون ولسوالۍ له یوشمېر قومي مشرانو او علماوو سره ولیدل.

sadam_morr
Wed, Dec 17 2025 11:47 AM
_

په دغه لیدنه کې د راغلو علماوو او قومي مشرانو په استازولۍ مولوي عبدالطیف په دې ولایت کې د راستنېدونکیو هېوادوالو پر وضعیت خبرې وکړې او د هغوی د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه. قومي مشرانو دغه راز وویل، چې پکتیکا ولایت کې د بنسټیزو او پراختیايي پروژو د عملي کولو غوښتونکي دي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې ټولو مهاجرینو ته به پر وخت سره رسیدنه وشي او د پکتیکا ولایت د راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره به بنسټیز اقدامات وشي. هغه له ټولو شتمنو هېوادوالو او خیریه ادارو څخه وغوښتل چې د مهاجرینو او راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي په نظر کې نیولو سره دې د راستنېدونکو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

Latest news

BACK TO NEWS