د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل جهادي مدرسې په فراغت غونډه او د بخاري شریف په ختم کې ګډون وکړ

sadam_morr
Wed, Dec 17 2025 11:20 AM
_

په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالکبیر د خپلې وینا په لړ کې تازه فارغو شویو علماوو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې مدارس نه یوازې د دیني علومو د زده کړې بلکې د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتلو مراجع هم دي.

هغه وویل، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد او بیا د امریکا او ناټو د یرغلونو خلاف په مقدس جهاد کې د مدارسو، پوهنتونونو او ټول ولس قربانۍ د دې لامل شوې چې دغه یرغلونه ماتې وخوري. هغه اوسنی اسلامي نظام د همدغو قربانیو ثمره یاده کړه، چې ساتل او حفاظت یې د ټولو علماوو او مسلمانانو مسوولیت دی.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل، چې د اسلامي نظام له برکته نن په ټول په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی، سوداګري او پانګونه د پراختیا په حال کې ده او بنسټیزې پروژې عملي کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې د اصلاح او د اسلامي نظام د تقویت لپاره دې علماء او خلک خپل نظریات، نیوکې او وړاندیزونه له اړونده مسوولینو سره شریک کړې او هغوی چې د نظام د تخریب او د امنیت د اخلال هڅه کوي باید اجازه ورنه کړل شي.

Latest news

BACK TO NEWS