د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان او څو تنو استادانو سره وکتل.

sadam_morr
Wed, Dec 10 2025 1:44 PM
_

په دې ناسته کې، چې د جهادي مدرسو د فعالیت او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي شیخ طالب جان وویل: جهادي مدرسې توانېدلې، چې په لنډه موده کې ښه پرمختګونه وکړي او ځوانانو ته تر لوړې کچې د زده کړو فرصتونه برابر کړي.
ښاغلي شیخ طالب جان له ښوونیزو بنسټونو څخه د اسلامي امارت ملاتړ، د مدرسو د اغېزمن فعالیت لپاره مهم یاد کړ او پر وینا یې چې هر کال د جهادي مدرسو د طلباوو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
د ناستې پر دوام د پکتیا د جهادي مدرسې مهتمم له محترم وزیر سره ځینې وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا د جهادي مدرسې مهتمم او استادانو ته ښه راغلاست وویل او د جهادي مدرسو فعالیتونه یې ګټور وبلل.
محترم وزیر د اسلامي نظام دندو ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی او خپل امکانات له ښوونیزو بنسټونو نه سمپوي. د ناستې په پای کې محترم وزیر شریکو شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې یادونه وکړه.

Latest news

BACK TO NEWS