د هېواد په لسو ولایتونو کې له نږدې دوو زرو کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ کې په کابل، میدان وردګو، سمنګان، غزني، دایکندي، سرپل، جوزجان، بغلان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې ۱۷۹۳ راستونو شویو، بېځایه شویو، اړمنو کورونیو او کوربه ټولنې سره نغدي، خېمې، سون توکي، بخارۍ او د چرګوڼو د روزنې وسایلو مرستې وشوې.
د دویمي واحدونو د معلوماتو له مخې، د همکارو او خیریه بنسټونو له لوري، د کډوالو وزارت تر پېژندنې وروسته په میدان وردګو کې له ۲۷ کورنیو سره ۲۸۷ زره افغانۍ، په کابل کې ۱۱۳۴ کورنیو ته د سون لپاره دوه دوه سوه کیلو ګرامه د څېړۍ لرګي، یوه یوه بخارۍ او ۱۵ کورنیو ته ۴ میلیونه ۱۹۹ زره ۶۰۰ افغانۍ، سمنګان کې ۱۵ کورنیو ته د چرګوڼو د روزنې وسایل، غزني کې ۱۹ کورنیو ته ۳۰۸ زره ۴۰۰ افغانۍ، په دایکندي کې ۹۸ کورنیو ته د چرګانو فارم لپاره ۱۴ ډوله وسایل او ۱۷۵ زره افغانۍ، بغلان کې ۱۳۰ کورنیو ته ۷ ډوله خوراکي توکي، په فاریاب کې ۱۲۵ کورنیو ته یوه یوه خېمه، په ننګرهار کې ۱۲۰ کورنیو ته یو میلیون او ۵۶۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۹۵۰ تنو ته ۸ میلیونه ۲۷۳ زره او ۷۰۰ افغانۍ، ماشومانو او میندو ته د خوراکي توکو کڅوړې او په بغلان کې ۳۰ تنو ته ۳۹۰ زره افغانۍ د همکارو بنسټونو له لورې د وزارت تر پېژندنې وروسته ووېشل شوې.