په پروان ولایت کې د راستنېدونکو د وضعیت په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه
د لړم میاشتې په ۱۴ مه نیټه د پروان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو ریاست او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو ترمنځ د راستنېدونکو د وضعیت په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د راستنېدونکو پر بنسټیزو ستونزو او ننګونو، لکه: د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسۍ نشتوالی، د کار او مسلکي روزنې د فرصتونو کموالی، د مناسبې سرپناه نشتوالی او د اړینو زیربناوو نشتوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د پروان د کډوالو ریاست استازو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ څخه د دې اړتیاوو په پوره کولو کې د لا زیاتې توجو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو د همکاریو دوام او د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې له پروسې څخه د هر اړخیز ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.