د عراق او پاکستان له زندانونو څخه له ۴۰۰ زیات افغان بندیان آزاد او هېواد ته راستانه شول
د عراق او پاکستان له بندخونو ۴۳۳ تنه افغان کډوال آزاد او په روانه اونۍ کې هېواد ته راستانه شول.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو ریاستونو د انتقالاتو آمریتونو د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک له لارې ۴۳۰ تنه افغان کډوال چې پاکستان کې ۲ میاشتې بندیان و او ۳ تنه د نیمروز له لارې چې په عراق کې ۶ میاشتې بندیان و، له خوشې کېدو سره سم هېواد ته راستانه شول.