په تېره یوه اونۍ کې د هیواد په ۱۱ ولایتونو نږدې ۴ زرو کورنیو سره مرستې شوې دي

anwari_morr
-

د وږې میاشتې په تېره یوه اونۍ کې د کابل، بلخ، خوست، بغلان، بدخشان، غزني، جوزجان، سرپل، ننګرهار، بادغيس او تخار ولایتونو کې ۳۷۹۲ بې ځایه شويو، راستنېدونکو او اړمنو کورنيو سره نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې شوې دي. د یادو شویو مرستو له ډلې په بلخ کې ۱۱۳۴ کورنيو ته ۳۲۷ زره افغانۍ او ۱۱ قلمه خوراکي توکي، په کابل کې ۳۲۰ کورنيو ته ۹ قلمه خوراکي توکي او ۲ میلیونه ۵۷۹ زره او ۲۶۰ افغانۍ، په بغلان کې ۱۰۵ کورنيو ته ۶۹۴ زره افغانۍ او یوه خېمه، په خوست کې ۱۱۲ کورنيو ته یو میلیون ۵۲۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ، په بدخشان کې ۴۸ کورنيو ته ۶۴۸ زره افغانۍ، په غزني کې ۶۱ کورنيو ته ۸۵۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ، په جوزجان کې ۲۶۳ کورنيو ته ۷ قلمه خوراکي توکي او ۲۱۷ زره او ۵۰ افغانۍ، په سرپل کې ۲۱۹ کورنيو ته ۳۲۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ او یو روغتیايي کڅوړه چې ۱۴ قلمه لري، په ننګرهار کې ۱۲۵۰ کورنيو ته ۴ قلمه خوراکي توکي، په بادغيس کې ۱۸ کورنيو ته ۲ میلیونه ۵۰۹ زره او ۵۴۰ افغانۍ، یوه خېمه او یوه کمپله، په تخار کې ۲۶۲ کورنيو ته یو میلیون ۹۵۶ زره افغانۍ.
دا مرستې د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د سروې او پېژندنې وروسته پرې ویشل شوې دي.