د راستنېدونکو، بېځايه شوو،بیا یو ځای کيدونکو، د مرستو شمير او نور دلته
تازه خبرونهنور خبرونه دلته
د فاریاب ولایت والي د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل
د فاریاب ولایت والي مولوي شعیب رسالت، ددغه ولایت د استخباراتو رئیس او امنیه قمندان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل. . .
ننګرهار، شیخ مصري د مهاجرینو ښارګوټي کې د څاه ګانو ویستلو پرانسته وشوه
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په لاس د قاري سعید خوستي خیریه بنسټ له لورې د ننګرهار ولایت، جلال اباد ښار اړوند، شیخ مصري د مهاجرینو ښارګوټي کې د پاکو. . .
د مهاجرینو چارو سرپرست د ننګرهار ولایت مختلفو قومونو له مشرانو سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مختلفو قومونو او ولسونو له علماو، مخورو او مشرانو سره د سرحدونو،. . .
ولایتي راپورنهنور دلته
مطبوعاتي اعلامیېنور دلته
مطبوعاتي بلنه
ټاکل شوې ده چې د بېلابېلو هېوادونو د علماوو یو پلاوی د ډاکټر محمد یوسف قرضاوي "رحمه الله" د ځای ناستي په مشرۍ کابل ته راشي، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني دوی ته د ښه راغلاست په موخه او مطبوعاتي کنفرانس به د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې حضور ولري نو په درنښت له ټولو رسنیو او همکارانو څخه هیله کوو چې د دې برنامې د خبري پوښښ په اړه همکاري وکړي.
په پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
له تیرو پنځه څلویښتو کلونو را په دې خوا افغانان د اشغالونو او جګړو له امله په مختلفو هېوادونو کې له مهاجرت او خورا ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، یاد حالت پر افغانانو تپل شوی او زموږ ملت ورته مجبوره کړل شوی و. اوس چې افغان مهاجرين له بیلابیلو ستونزو او اجباري اخراج سره مخامخ شوي؛ نو لاندې څو ټکې مهم او اړین بولو. ۱ـــ له ټولو هغو هیوادونو څخه لومړی مننه کوو چې په تیرو څه باندې څلويښتو کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هیوادونو کې ځای ورکړ، اوس یو ځل بیا ترې غواړو افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا اخراج شي؛ بلکې وخت ورکړي او اړوند هیوادونه د حسن همجوارۍ، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې له تحمل څخه کار واخلي.
په هرات ولایت کې د زلزلې زیانونو په اړه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه
شنبه، ۲۲ ربيع الأول ۱۴۴۵/ ۱۵ تله ۱۴۰۲کابل
کارموندنهنورې دندې
دکار د شارليسټ کوونکو خبرتيا
په مرکز او ولايتونو کې د سروې د بست لپاره د کار غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د ياد بست لپاره په مرکز
داوطلبینور دلته
د داو طلبۍ اعلان
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د ورازت مقام د دوهم پوړ د ترميم، رنګمالۍ، ښاېست او سينګار د داوطلبۍ په پروژه کې ګډون وکړي او . . .
د پروژې د داوطلبۍ خبرتيا
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په شرايطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د بنر د چاپ ماشين له پاره د يوې خونې د جوړولو، د ارشيف آمریت د مخزن ترميم او د وزارت د مرکز د نورو . . .
د وزارت د ۱۶۵۰۰ کیلو ګرامه مایع ګازو د داوطلبۍ خبرتیا
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د وزارت له خوا د اړتیا وړ ۱۶۵۰۰ کیلو ګرامه مایع LPG ګاز د تدارک له پاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د شرط . . .