د نورستان ولایت د کډوالو آمریت کارکوونکو ته د پلان جوړولو او راپور ورکولو روزنیز پروګرام جوړ شو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوی محمود الحق احدي په مشرۍ یوه پلاوي د نورستان ولایت د کډوالو امریت کارکوونکو ته د درې ورځني روزنیز پروګرام د ترسره کولو په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی.
په دغه پروګرام کې د وزارت او د پلان ریاست ستراتیژیک اهداف، کاري میتودونه، د پلان جوړولو طریقه، معیاري راپور لیکنه، د آنلاین سیسټم (OPRS) دقیق او اغېزمن کارول او عملي کارونه د موظف هیات له لوري کارکوونکو ته وړاندې شول.
د پروګرام ګډونوالو د داسې روزنیزو برنامو له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې د خپلو کاري فعالیتونو د پرمختګ لپاره یو مثبت او ارزښتناک ګام وباله.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ژمن دی، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د خدماتو د کیفیت د ښه کولو په موخه ورته پروګرامونه په نورو ولایتونو کې هم ترسره کړي.