په ۹ ولایتونو کې له ۷ زرو څخه ډېرې کورنۍ د بشري مرستو څخه برخمنې شوې

په روانه اونۍ کې د کابل، جوزجان، بلخ، ننګرهار، بغلان، نورستان، لغمان، غور او خوست ولایتونو کې ۷۰۷۹ بېځایه شوې، راستنېدونکې، اړمنې او ځایې اوسیدونکې کورنۍ د بشري مرستو څخه برخمنې شوې.
په جوزجان کې ۶۰۴ کورنیو ته ۹ قلمه خوراکي توکي، ۱۴ قلمه حفظالصحې توکي او ۶ لکه ۶۰ زره او ۸۲۰ افغانۍ ورکړل شوې.
په بلخ کې ۵۰۷۱ کورنیو ته د ۱۴ قلمه موادو یوه روغتیایي بسته ورکړل شوه.
په کابل کې ۱۰۳۲ کورنیو ته ۱۳ میلیونه ۱۳۳ زره او ۹۲۰ افغانۍ او ۹ قلمه خوراکي توکي ورکړل شوې.
په ننګرهار کې ۳۳ کورنیو ته ۳۷۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
په نورستان کې ۱۸۴ کورنیو ته ۲ میلیونه ۹۹۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
په لغمان کې ۱۴ کورنیو ته یوه روغتیایي بسته ورکړل شوه.
په بغلان کې ۹ کورنیو ته ۱۵۷ زره افغانۍ ورکړل شوې.
په غور کې ۲۰ کورنیو ته ۲۷۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
په خوست کې ۱۱۲ کورنیو ته ۱ میلیون ۵۲۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
یادې مرستې د اړوندو بنسټونو له خوا د مستحقو کورنیو تر پېژندنې وروسته وېشل شوې دي.