بلخ کډوالو ریاست د البرز ولسوالۍ اوسېدونکو ته د اوبو رسول پیل کړل

sadam_morr
-

بلخ کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د راپور له مخې، د یاد ولایت البرز ولسوالۍ اوسېدونکو ته وږي په ۳ مه نېټه د اوبو رسول پیل شول.
د اوبو رسولو دغه پروګرام د بلخ والي په لارښوونه او د یو بنسټ په مالي ملاتړ سره پیل شو، چې ۵۰۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه ورسیږي، چې د پرانېستو په مراسمو کې یې د بلخ کډوالو رییس اسدالله وفا، د البرز ولسوال مولوي سیف الله معتصم او ګڼ شمېر نورو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د یادولو ده، چې په دې سره به په ورځ کې شل ټانکره اوبه چې ۱۵ میلیونه لیټره پاکې اوبه کیږي، د یادې ولسوالۍ ۲۳ کليو ته ورکول کیږي.