د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کويټ هېواد د پارلمان له پخواني غړي دوکتور دجیح خلف الشري او ورسره د خیریه بنسټ له غړي جارالله او سوداګر الشیخ فهد الهنان سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۲۰:۱۰
د ناستې په پيل کې دوکتور دجیح خلف الشري وویل، چې افغانستان ته یې د سفر موخه له اسلامي نړۍ او کویټ هېواد سره د اسلامي امارت د اړیکو پياوړتیا ده.
د ښاغلي الشري په وینا، چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده او باید پياوړتیا ته یې کار وشي. نوموړي په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغان ولس لاسته راوړنې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې افغانان د پرمختګ او اقتصادي ودې له لپاره ګڼ فرصتونه لري.
ښاغلي الشري څرګنده کړه، چې له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت د مثبتو او رغنده اړیکو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د کویټ د پارلمان پخواني غړي او ورسره مل ملګرو ته ښه راغلاست و ویل او زیاته یې کړه، چې له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې اسلامي امارت ته لومړیتوب لري.
د محترم وزیر په وینا، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د مسوول نظام په توګه د هېواد د پرمختګ لپاره کار پيل کړي او هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه اغېزمن نظام په توګه خپلو اقتصادي چارو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته