د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت له والي ملا عبدالخالق عابد سره وکتل.

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۸ - ۹:۵۸

ښاغلي ملا عبدالخالق عابد له ګاونډیو هېوادونو، پکتیکا ولایت ته د ورستنو شوو په اړه معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، هغه راستانه شوي چې د ثبت پاڼې نه لري بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ښاغلي عابد په وینا چې تر دې دمه له راستنو شوو سره ځينې مرستې شوې، خو بسنه نه کوي او خوراکي توکو او سرپنا ته اړتیا لري.
ښاغلي والي د خپلو خبرو پر دوام، په پکتیکا کې د کډوالو چارو ته د رسیدنې او اغېزمن کار په موخه خپل نظرونه له محترم وزیر سره شریک کړل او همدارنګه د راستنو شوو ستونزو حل او د هغوي د لاس نیوي په موخه یې وړاندېزونه د وزارت مقام ته وسپارل.

محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیکا والي ته ښه راغلاست وویل او د راستنو شوو د ستونزو د حل او لاس نیوي په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسوولینو د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر شوو وړاندېزونو ته په اشارې سره وویل، چې په ولایتونو کې د کډوالو اړونده هره چاره له ولایت سره په همغږۍ مخکې ځي او د اغېزمن کار لپاره باید د اصولو عملي کېدو ته لومړیتوب ورکول شي.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې په پکتیکا کې د راستنو شوو ستونزو د حل په موخه به د کډوالو له عالي کمېسیون سره په همغږۍ لاس په کار شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته