په پاکستان کې د افغان کډوالو د اتشو د همغږۍ غونډه وشوه
د زمري میاشتې په ۲۱ مه نیټه په پاکستان کې د اسلام آباد او خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د اتشې دفترونو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي دریځ د مهاجرت کارتونو (POR) د لغوه کولو، د یاد هېواد د امنیتي ادارو له لوري د مهاجرینو سره د چلند، د ستنېدنې په مرکزونو کې د ستونزو، د تورخم په فرضي کرښه کې د ننګونو، د محصلینو د وضعیت او نور موضوعات په اړه بحثونه وشول.
د غونډې غړو د ګډې هوکړې پر بنسټ یو لړ مشخصې پرېکړې وکړې؛ ترڅو د ستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته په بیړني او اغېزمن ډول رسیدنه وشي.
په اسلام آباد کې د کډوالو اتشې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستۍ غونډې د اجنډا راپور وړاندې کړ او زیاته یې کړه: کمېشنري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ هڅه کوي، چې یو جوړښت (میکانیزم) رامنځته کړي؛ ترڅو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو د اوسېدو ستونزه حل شي او د دوی د زده کړو بهیر تضمین او د جبري ایستلو مخه یې ونیول شي