د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لسګونو کارکوونکو د څلورو روزنیزو پروګرامونو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۸:۴۷
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي رياستونو ۵۸ کارکوونکو د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، د شخړو د حل او مدیریت په برخو کې  د دریو میاشتنيو روزنیزو پروګرامونو د بشپړولو وروسته د یاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه د وزارت مالي او اداري معین، مرکزي ريیسانو او کارکوونکي په حضور کې تر لاسه کړل.
د غونډې په پیل کې مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني د زده‌کړو په اړه د اسلام د مبین دین له نظره رڼا واچوله او ویې ‌ویل: که په اداره کې مشران خپل کشران زده ‌کړو ته وهڅوي، یقینا،ً چې کارونه به ښه شي او د پام وړ پرمختګ به رامنځته شوی وي. محترم فاني د داسې پروګرامونو د جوړولو ستاینه وکړه او د کارکوونکو چارو رياست له مسوولانو یې مننه وکړه او زیاته یې کړه: اسلام د رحمت او مهربانۍ دین دی او د مشرانو غوره صفت دا دی، چې د نورو د هڅونې او تشویق لپاره پروګرامونه جوړ کړي، تر څو د هغوی ظرفیت لوړونه د دې باعث شي، چې چارې په ښه شان مخته ولاړې شي او په یوې ادارې کې دا ډول کړنې د ادارې د پرمحتګ سبب ګرځي.
همدا راز د کارکوونکو چارو ريیس ښاغلي عرفان‌الله عباد وینا وکړه او ویې ‌ویل: د ظرفیت لوړول د دې رياست یو له مهمو دندو څخه دي او په هره اداره کې د روزنیزو پروګرامونو جوړول اړین دي. نوموړي زیاته کړه: نن ۵۸ تنه کارکوونکي د وزارت د مرکزي رياستونو څخه د څلورو روزنیزو پروګرامونو د فراغت سندونه تر لاسه کوي او دا رياست به په راتلونکې کې د ظرفیتونو د لا لوړولو لپاره نور روزنیز پروګرامونه هم ولري.  
د غونډې په جریان کې د وزارت د حقوقي مطالباتو امر مفتي شاه محمد روحاني، چې یو له فارغانو څخه و د ټولو په استازیتوب خبرې وکړې او د داسې پروګرامونو جوړول یې اغېزمن او ګټور وبلل. هغه وویل: هر څوک باید د خپلې راتلونکې د ښه کولو لپاره د عصري علومو په زده‌کړه کې هڅه وکړي. موږ خوشحاله یو چې په دومره لنډ وخت کې مو د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده‌کړه وکړه، ترڅو په اداره کې زموږ په کارونو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
  په پای کې مالي او اداري معین او یو شمېر مرکزي ريیسانو له لوري فارغانو ته تصدیق ‌پاڼې ووېشل شوې او غونډه د دعوت او ارشاد ريیس محترم مولوي محمد جان خدرخېل په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته