اسلام اباد کې د افغان کډوالو اتشه په پاکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو او صنعت کارانو سره ناسته وکړه.

sadam_morr
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو اتشه په پاکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو او صنعت کارانو سره د زمري په ۸ مه وکتل.
په دې ناسته کې ګډونوالو په دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې، غوښتنې او ستونزې له مسوولینو سره شریکې کړې.
په پیل کې د سوداګرو له ډلې یو تن سکندر خان په دغه هېواد کې د ناڅرګند وضعیت د پي او ار کارت لرونکو په اړه خپله اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې ۵۵۰ افغان سوداګرو د پاکستان په مختلفو اقتصادي برخو کې پانګونه کړې، چې د پاکستان حکومت له وروستۍ پریکړې له امله د ګواښ سره مخ دي او غوښتنه یې وکړه، چې د دوی پانګه، ماشینري او وسایل د یوه میکانیزم له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
د کډوالو چارو اتشه د اسنادو راټولولو، د سوداګرو او صنعتکارانو شکایتونو ته د رسیدنې او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د مستندو اسنادو د سپارلو پروسه تشریح کړه، ترڅو په ټول پاکستان کې د افغانانو د منقولو او غیر منقولو شتمنیو او پانګې د ساتنې لپاره یو روڼ میکانیزم رامنځته کړي او زیاته یې کړه: چې د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تر منځ یو ګډه کمېټه رامنځته شوې، چې هره اونۍ غونډې کوي او د علاقې وړ مسلو په اړه بحث او نظرونه تبادله کوي.
نوموړي همداراز ډاډ ورکړ، چې د کډوالو حقوق او په ځانګړې توګه د سوداګرو او صنعت کارانو ملاتړ د دغه استازولۍ بنسټیز اولیتونه دي.
د یو بل خبر له مخې، د کډوالو اتشې مرستیال مولوي ارصلاح خان حقیار د پاکستان په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو د یو شمېر استازو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د کډوالو استازو د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د افغان مهاجرینو د حقوقي موضوعاتو، په راولپنډي او اسلام آباد ښارونو کې د امنیتي ادارو له خوا د (پي او ار) کارټ لرونکو کسانو د نیولو او یو شمېر نورې ستونزې یې له نوموړي سره شریکې کړې.
د اتشه چارو مرستیال وویل: د کډوالو د قضیو حل کول د دې استازولۍ له لومړیتوبونو دي. هغه زیاته کړه، چې د امنیتي ادارو له خوا د سرغړونو موضوعات د پاکستان د کورنیو، بهرنیو، او سفران چارو وزارتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره په رسمي توګه شریکې شوې او دا موضوع د ډیپلوماتیکو لارو له لارې تعقیبېږي.