سرپل ولایت د کډوالو چارو نوی آمر معرفي شو
د سرپل ولایت د کډوالو امریت لپاره نوی امر مولوي محمود د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د مقام د دفتر رییس له لوري معرفي شو او خپل کار یې پیل کړ.
د والي د دفتر رییس په اسلامي نظام کې بدلون او تبدیل د مدیریت یو اصل او د ادارې د پرمختګ او ودې عامل وباله، د پخواني آمر له خدمتونو او هڅو یې قدرداني وکړه او د هغه لپاره یې د بریالیتوب هیله وکړه.
هغه له نوي آمر وغوښتل، چې د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې او د کډوالو او راستنېدونکو په وړاندې د درنې دندې په پام کې نیولو سره د هغوی اړتیاوو ته په اخلاص سره رسیدګي وکړي.
په یاده غونډه کې مولوي محمود د ولایت د رهبرۍ له اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د مهاجرینو ته به په صادقانه ډول خدمت او د هغوی د ملاتړي پروګرامونه او فعالیتونه به په اغېزمنه توګه پلي کوي او د خدمت په لاره کې به دریغ نه کوي.