د مهاجرینو چارو وزارت د رئیسانو او کارکوونکو د کړنو د ارزونې لړۍ پیل شوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۳۹
-

د افغانستان اسلامي امارت، د ریاست الوزراء د حکم له مخې، د مهاجرینوا او راستنېدونکوچارو وزارت د رئیسانو، امرینو او نورو کارکوونکو د کړنو د ارزونې لړۍ پیل شوه. دغه ارزیابي، چې د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو د هیآت له لورې ترسره کیږي؛ به د هر کارکوونکي د دندو د ترسره کولو څرنګوالي، د مسوولیت احساس، او د کاري موثریت په اساس تر سره کېږي.

د پیل په ناسته کې د وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمان فاني اوویل، چې د ارزونې هدف د ادارې د چارو ښه‌ والی او د کارکوونکو وړتیاوو ته وده ورکول دي، نوموړي زیاته کړه، چې ارزونه به په شفاف ډول او د ټاکل شويو معیارونو پر بنسټ ترسره شي

ټاکل شوې ده، چې دا لړۍ به په راتلونکو څو ورځو کې د ټولو اړوندو څانګو په ګډون بشپړه شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

بېرته خبرونه ته