هېواد ته د راستنو شویو د زده کړو د دوام په موخه د کډوالو چارو وزارت او پوهنې وزارت د استازو ترمنځ د ناسته وشوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۹:۱۴
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ رييس الحاج غلام نبي الله دادخيل ستانکزي په مشرۍ د راستنېدونکو د زده‌کړو د دوام په برخه کې د ستونزو د حل په موخه د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رييس مفتي محمد يوسف ثاقب سره ناسته تر سره شوه.
محترم ستانکزي وويل: زياتره راستنېدونکي د تحصيلي اسنادو او مدارکو له نشتوالي سره مخ دي او د دوی د جذبولو او د زده کړو د دوام لپاره بايد اسانتياوې رامنځته شي.
همدارنګه هغه زیاته کړه، چې د هېواد په ولايتونو کې د پوهنې وزارت دويمو واحدونو ته لارښوونه وشي، تر څو د راستنېدونکو ستونزې مخکې له مخکې د چمتو شويو فورمو په رڼا کې حل کړي.
د اساسي او ثانوي زده کړو رییس مفتي محمد يوسف ثاقب وويل: هغه راستنېدونکي، چې غواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، کولای شي د اړوند ولايت مقام ته مراجعه وکړي او د زده کړو د دوام په اړه د حکم په تر لاسه کولو سره د ولايتونو د پوهنې رياستونو ته ورشي؛ ترڅو د دوی ستونزې حل شي. نوموړي د راستنېدونکو د چارو په اجرا کې د اسانتيا او روڼتيا د رامنځته کولو په موخه د خپل وزارت په اداره کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د یادې ستونزې د لاښه مدیریت په موخه او د دواړو وزارتونو د لا زیاتې همغږۍ او روڼتیا لپاره یوه کمیټه جوړه شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له علماوو او قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلو قومي مشرانو او علماوو د اسلامي امارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو د منګلو قوم له قومي مشرانو سره ولیدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا او خوست ولایتونو د منګلو قوم د اوو ولسوالیو له قومي مشرانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې راغلیو قومي مشرانو د اسلامي نظام پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د استازو تر منځ دویمه تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سیداحمد بنوري پر مشرۍ او د پناغوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مشرې او نورو استازو سره ګډه تخنیکي ناسته ترسره شوه. . .

بېرته خبرونه ته