په ننګرهار ولایت کې لسګونو کورنیو نغدي مرستې او د کار وسایل ترلاسه کړل

anwari_morr
-
د چنګاښ میاشتې په ۸ مه نیټه په ننګرهار ولایت کې د ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنو شویو او اړمنو ۸۴ کورنیو ته د نغدي مرستې او د کار وسایل ووېشل شول. یادې کورنۍ، چې مخکې د اچین او سپین غر په ولسوالیو کې پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ۱۰۰ امریکايي ډالره او ۱۸ قلمه د خیاطۍ اړوند د کار وسایل ورکړل شول.