په جوزجان ولایت کې ۳۷۴ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې

anwari_morr

 جوزجان ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور راستنو شویو ۳۷۴ کورنیو ته د سرطان میاشتې په ۷مه نېټه خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ له مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو ریاست له لوري ثبت او پېژندل شوې وې.
د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې له لوري هرې کورنۍ ته دوه قلمه خوراکي توکي، چې یوه ۵۰ کیلو ګرامه اوړه او یوه ۲۵ کیلو ګرامه وریجې شامله وې، مرسته شوې ده.