په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له رئیسې سره لیدنه وشوه

anwari_morr

د روان کال د سرطان د میاشتې په ٣مه نېټه، د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست، ښاغلي سردار احمد شکیب، په اسلام‌اباد ښار کې د افغان مهاجرینو د چارو له آتشه آصف خان ځدران سره یو ځای، د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې د عالي کمېشنرۍ له رئیسې، اغلې فیلیپا کیندلر سره، چې په پاکستان کې مېشته ده، رسمي لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرینو پر اوسني وضعیت، ستونزو، او اړینو حللارو مفصل بحث او نظر تبادله وشوه.
ښاغلي سردار احمد شکیب د دواړو لورو ترمنځ د دوامداره همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د افغان مهاجرینو مهمو ننګونو ته اشاره وکړه، چې د هغې له جملی څخه
د مهاجرتي اسنادو (کارتونو) د اعتبار مودې تمدید، په کمپونو کې د بېرته ستنېدونکو افغانانو ستونزې،د مهاجرتي کارتونو د اصلاح دفترونو بندېدل، د بشردوستانه مرستو د ویش څرنګوالی، د سفارت او کمېشنرۍ ترمنځ د همغږۍ یوه ګډه کړکۍ (مرکز) رامنځته کول او د نقدي مرستو کچه زیاتول شامل ؤ
هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د یادو ستونزو د عاجلې او مؤثرې حل لارې لپاره عملي ګامونه واخلي.
اغلې فیلیپا کیندلر د افغان مهاجرینو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د سفارت د دوامداره هڅو او همکاریو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کډوالو عالي کمېشنري به د دغو مسائلو د حل لپاره ژمن پاتې شي.
هغې زیاته کړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو چارواکو سره یې د مهاجرتي کارتونو د اعتبار تمدید په اړه پراخې خبرې کړې دي او تمه ده چې د پاکستان کابینه به ژر لازم تصمیم ونیسي.
په پای کې، دواړه خواوې پر دې سره سلا شوې چې د سفارت او کمېشنرۍ ترمنځ د همغږۍ یو ګډ مرکز جوړ شي او د مؤثرې او دوامداره همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.