د پاکستان له زندانونو څخه۱۲ تنه افغان بندیان ازاد شول

anwari_morr
_
د چنګاښ میاشتې په ۵ مه نیټه ۱۲ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د مهاجرینو د لیږد امریت د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د اسنادو پر درلودو سر بېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۱۰ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.