د لغمان ولایت د مهاجرینو رئیس د دوو همکارو بنسټونو له مسئولینو سره ولیدل
مولوي غلامرحمن بلال، د لغمان ولایت د کډوالو رئیس، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ، د جنوب ختیځ زون له استازو او همداراز د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له استازو سره د سرطان میاشتې په ۴مه نېټه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، لغمان ته د بېرته ستنو شویو کورنیو لپاره د مرستو رسولو او په روان کال کې د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو موضوع وڅېړل شوه.
د کډوالو رئیس د لغمان مېشتو راستنېدونکو کورنیو ستونزو ته اشاره وکړه او له مسئولینو یې وغوښتل چې د یادو کورنیو د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
د یادو دواړو ادارو مسئولینو د راستنېدونکو کورنیو سره د مرستو په همغږۍ او د پروژو د تطبیق په برخه کې د کډوالو ریاست له هڅو مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ.