مطبوعاتي اعلامیه
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو د عالي کمشنرۍ وروستی راپور، چې ګواکې په تېرو پینځو میاشتو کې ١.٢ میلیونه افغانانو خپل هېواد پریښی او نورو هېوادونو ته مهاجر شوي په کلکه ردوو. د اسلامي امارت له بریا سره سم په هېواد کې سرتاسري امن حاکم شوی، د اسلام په رڼا کې ولس ته د تعلیم او کار لپاره تر بل هر وخته ښه فرصتونه چمتو شوي دي.
افغانانو ته په قانوني لارو د تګ راتګ زمینه چمتو شوې، چې د خپلو شخصي کارونو او تجارت لپاره دوامداره سفرونه کوي او دا لړۍ د مهاجرت برخه نه شو یادولی، په نړۍ کې هم دا یوه معمولي چاره ده؛ خو هغه کسان چې له غیري قانوني لارو سفر کوي، شمېر یې یوازې هغوی ته څرګندېږي چې د سفر او تګ په برخه کې ورسره همکار او انساني قاچاق کوونکي دي.
په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې اوس لومړی ځل دی، چې د افغان راستنېدوکو شمېر، د کډوالو په پرتله ډېر شوی دی..
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رسمي شمېرو او اسنادو پر بنسټ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې تر دې دمه، له پینځو میلیونو ډېر افغانان په خپله خوښه او یا د هغوی د کوربه هېوادونو لخوا په جبري توګه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو په ګډون له ټولو ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د افغان مهاجرینو په هکله د ناسمو او ناکره معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي، ځکه دا چاره له ټولو اصولو سره په ټکر کې ده