په سرپل ولایت کې له ۲۰۰ څخه زیاتو کورنیو نغدي مرستې او کمپلې تر لاسه کړې

د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نیټه په سرپل ولایت کې ۲۱۷ کورنیو نغدي مرستې او کمپلې تر لاسه کړې.
یادې شوې کورنۍ، چې مخکې د یاد ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې، چې وروسته په ددو برخو کې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۱۹ زره او ۲۲۳ افغاني او ۱۴ زره ۳۲ افغاني نغدي مرسته او ۵ تختې کمپلې ورته ووېشل شوې.