په ننګرهار ولایت کې راستنو شویو کډوالو سره د څه باندې ۱۵ میلیونو افغانیو مرسته وشوه

anwari_morr
-
د غبرګولي میاشتې په ۲۸ مه نیټه د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د ۱۴۰ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې شویو کورنیو ته د همکارو بنسټونو په ملاتړ ۱۵ ميليونه او ۷۲ زره ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې، چې هرې کورنۍ ته ۱۶۰ امریکایي ډالرو معادل ۱۱ زره ۲۳۰ افغاني د دوهم قسط په توګه ورکړل شوې. یاده دې وي، چې دغو کورنیو په لومړي قسط کې هم ورته مرسته تر لاسه کړې وه.