بلخ کې له تېرو دوو اونیو راهیسې له څه کم ۳ زره کورنیو سره مرسته وشوه

د بلخ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د راپور له مخې، د تېرو دوو اونیو راهسې بلخ کې له ۲ زره ۹۶۷ راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته شوې.
د دې له ډلې یو زرو ۲۴۶ کورنیو سره د قزاقستان هېواد له لوري یوه بوجۍ اوړه، ۲ بوجۍ وریجې او یوه کمپله ورکړل شوه، یو زرو ۲۷ کورنیو ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ۳ کمپلې، ۲ ترپالونه او د پخلنځي وسایل ورکړل شول او ۶۹۴ کورنیو سره د یو همکار بنسټ له لوري ۵ زره ۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته هرې کورنۍ ته ورکړل شوې.
د یادولو ده، چې دغه کورنۍ له وړاندې د یاد ریاست له لوري پېژندل شوې دي.