کابل کې له څه کم دوه زره اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
وړمه ورځ په کابل ښار کې له یو زرو ۹۶۱ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې له وړاندې د کابل مهاجرینو ریاست له لوري په ۷ مه، ۸ مه او ۱۱ مه ناحیو کې پېژندل شوې، د دې وزارت همکارو موسسو له لوري ۱ زرو ۸۷۰ کورنیو ته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او یوه د خوراکي توکو کڅوړه ورکړل شوه او پاتې ۹۱ کورنیو ته ۵ زره ۶۹۸ افغانۍ ورکړل شوې.
د یو بل خبر له مخې، وړمه ورځ په کابل ښار کې له یو زرو ۱۷۶ اړمنو کسانو سره نغدي مرسته وشوه.
په دې مرستو کې د یاد وزارت د همکارې موسسې له لوري هر کس ته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او یوه د خوراکي توکو کڅوړه ورکړل شوه.