د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت مهاجرینو او بې ځایه شویو د رییس سره وکتل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۶
د غبر ګولي میاشتې په ۵ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرینو او بې ځایه شویو چارو له رییس وارنر رولوفس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د افغان مهاجرینو د راستنېدنې او هغوی ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
مولوي احدي وویل، چې د ا.ا.ا په ځانګړي توګه د کډوالو چارو وزارت د مهاجرینو د تثبیت، استقبال، ټرانسپورټ، روغتیا، لنډمهاله او دایمي مېشتېدنې، حقوقي ملاتړ او د ځمکو د ورکولو په برخو کې پراخ خدمتونه وړاندې کوي. هغه زیاته کړه: موږ د راستنېدونکو لپاره د باعزته او خوندي راستنېدنې په موخه لازم اقدامات کوو.
وارنر رولوفس د ا.ا.ا د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل: په افغانستان کې اوس بشپړ امنیت راغلی او اقتصادي پرمختګونه ښه روان دي له همدې امله باید د افغان مهاجرینو په خپله خوښه او باعزته راستنېدنې لپاره اسانتیاوې برابرې شي، نوموړي په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرینو وضعیت ته په اشارې وویل، چې دا هیوادونه باید د افغان مهاجرینو د راستنېدنې په پروسه کې تسهیل ته پاملرنه وکړي. هغه ژمنه وکړه، چې د اروپایي اتحادیې غړي هیوادونه به وهڅوي، ترڅو د افغان مهاجرینو او راستنېدونکو د ملاتړ لپاره افغانستان ته راشي او په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته