په کابل ولایت کې د کډوالو لپاره د ځمکې د وېش کمیټې غونډه جوړه شوه

د غبرګولي میاشتې په ۴مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د ځمکې د وېش کمېټې غونډه د کابل د والي مرستيال ملا محمد يونس مخلص په مشرۍ او د اړوند د دولتي ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د کابل مرستيال والي وويل: اړوندې ادارې بايد په پوره اخلاص او ژمنتيا همکاري وکړي او د کډوالو لپاره ټولنيزې اسانتياوې، لکه روغتيايي مرکزونه، ښوونځي، جوماتونه، د څښاک اوبه، برېښنا او سړکونه په معياري ډول د برابرو هڅې وکړي.
هغه ټينګار وکړ، چې د ځمکې وېش له بشپړېدو وروسته د دغو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي؛ ترڅو راستنېدونکي کډوال د ژوند له لومړنيو او اړينو اسانتياوو څخه برخمن شي.
په دې غونډه کې ګډونوالو د خپلو ادارو په استازيتوب د راستنېدونکو کډوالو د خدمت لپاره خپله ژمنتيا څرګنده کړه.
د يادونې وړ ده، چې د کابل ولايت په بتخاک او ارغندي سيمو کې د کډوالو لپاره ځمکه ځانګړې شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به اړمنو کډوالو ته ووېشل شي