د پاکستان له زندانونو څخه له ۲۰۰ زیات افغان بندیان ازاد شول

anwari_morr
د غوایي میاشتې په 30 او 31 مه نیټه 295 تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سرحدي (سپین بولدک) امریت د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۲ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.