په تېره یوه میاشت کې له ۲۰ زرو څخه زیاتو کورنیو سره مرستې شوې دي

anwari_morr
-
په تېر یوه میاشت (غوایي) کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې له ۲۰ زره زیاتو کورنیو سره مرسته شوې ده.
د کډوالو چارو وزارت د دویمو واحدونو د راپورونو له مخې، په کابل، کندهار، میدان وردک، پکتیا، بلخ، بغلان، ننګرهار، کندز، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، لغمان، کاپیسا، بدخشان، غزني، پکتیکا، تخار او بادغیس ولایتونو کې د کډوالو چارو وزارت دویمو واحدونو او یو شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له ۲۰ زره او ۵۰۲ بې‌ځایه شوو، راستنېدونکو، بې‌وزلو او اړمنو کورنیو سره مرسته شوې ده.
سرچینو زیاته کړې، چې په وېشل شوو مرستو کې خوراکي توکي، کمپلې، ترپال، نغدې پیسې، کاري وسایل او د پخلنځي توکي شامل وو، چې د مرستندویه بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوي دي.