د لغمان ولایت د کډوالو رییس د ABPHO موسسې د ختیځ زون مسؤل سره ولیدل

anwari_morr
د غوایي میاشتې په ۳۱ مه نیټه د لغمان ولایت کډوالو رییس مولوي غلام الرحمن بلال د ABPHO موسسې د ختیځ زون مسؤل سره په خپل دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې د یونسیار په مالي ملاتړ راستنېدونکو کورنیو ته د مرستو او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي خبرې وشوې.
د ABPHO مسؤلینو د کډوالو چارو له ریاست څخه د همکاریو مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.
د کډوالو ريیس ټینګار وکړ، چې د همکاریو د هوکړه‌لیکونو لاسلیک باید چټک شي او دا یې د دواړو لورو لپاره اړینه وبلله.