په غزني ولایت کې لسګونو کارګرو ته د کار په بدل کې پیسې ورکړل شوې

anwari_morr
-
د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ د ګدول او علم خیلو کلیو کې ۶۷ کارګرو د کار په بدل کې د ۲۶ ورځو مزد ترلاسه کړ.
یاد کسان، چې اړمن پېژندل شوي و د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د ۲۶ ورځو کار په بدل کې مزد ترلاسه کړ. په دې پروژه کې ۶۵ ساده کارګرو هر یوه ۹ زره او ۱۰۰ افغانۍ او ۲ سر ګروپانو هر یوه ۱۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ترلاسه کړې.