په کابل ښار نږدې ٨٠٠ مستحقو کورنیو سره مرسته وشوه
پرون دوشنبه د غویی د میاشتې په ٢٩مه نېټه د کابل ښار په ١٥ مه ناحیه کې ٧٩٨ مستحقو کورنيو ته نغدي مرسته و ویشل شوه.
هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او د تغذيې يوه بسته، چې د دې وزارت د همکارې مؤسسې له خوا برابر شوې وه، چې د کډوالو رياست له لوري تر پېژندنې وروسته وويشل شوه.