د پاکستان له زندانونو څخه ۱۲۲ افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr

د غوایي میاشتې په ١۸ او ۱۹ مه نیټه ۱۲۲ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت کې د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ٣ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.