په کندز ولایت کې د مسلکي زده کړو فارغانو ته د کار وسایل ورکړل شول

د غوایي میاشتې په ۱۷ مه نیټه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې ۲۰۶ راستنېدونکو کسانو ته د کار وسایل ووېشل شول.
یادو کسانو له دې وړاندې د خیاطۍ، نجارۍ، فلزکارۍ، د موبایل ترمیم او نورو برخو کې تخنیکي زده کړې ترلاسه کړې وې، چې د کورس له پای ته رسېدو وروسته یې د دې وزارت د همکارې ادارې له لوري د کار وسایل ترلاسه کړل.