د پاکستان له زندانونو څخه ٣٧ افغان بندیان ازاد شول
د غوایي میاشتې په ١٦ مه نیټه ٣٧ تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت کې د ثبت او هرکلي کمېټې د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ٣ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.